د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: هند او جنوبي افريقا په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي


هندي لوبغاړي د ۲۰۲۳ز کال د نړيوالو يو ورځنيو لوبو پر مهال د جنوبي افريقا د توپوهونکي له سوځولو وروسته خوشالي لمانځي.
هندي لوبغاړي د ۲۰۲۳ز کال د نړيوالو يو ورځنيو لوبو پر مهال د جنوبي افريقا د توپوهونکي له سوځولو وروسته خوشالي لمانځي.

د هند او جنوبي افریقا لوبډلې د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د وېسټ انډيز په باربېډوس کې د جون ۲۹مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

دا تر هغې وروسته ده چې د جون پر ۲۷مه هند په دویمه نیمه پایلوبه کې انګلستان (انګلینډ) ته په ۶۸ منډو په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره ومونده.

په هغه سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه هند وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۷۱ منډې وکړې. په ځواب کې د انګلستان ټول لوبغاړي په ۱۷م اوور کې په ۱۰۳ منډو وسوځېدل.

تر دې وړاندې د جون پر ۲۷مه سهار جنوبي افریقا په لومړۍ نیمه پایلوبه کې افغانستان ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلو ګډون کړی وو.

د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام تاریخچه

د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په دوه کلونو کې یو ځل کېږي چې تراوسه پکې اته اتلولې شوې دي.

د دې جام لومړی سیالۍ په ۲۰۰۷ز کال کې په جنوبي افریقا کې شوې وې او په پایلوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

په ۲۰۰۹ ز کال هم د پاکستان لوبډله پایلوبې ته وتلې وه او هلته یې سري لنکا ته ماته ورکړې وه.

له هغه وروسته د ۲۰۱۰ز کال جام انګلستان (انګلينډ)، د ۲۰۱۲ز کال وېسټ انډیز، د ۲۰۱۴ز کال سري لنکا، د ۲۰۱۶ ز کال وېسټ انډیز او د ۲۰۲۱ز کال اسټرالیا ګټلی وو.

په ۲۰۲۲ز کال کې انګلستان د پاکستان پر وړاندې پایلوبه ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG