د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي له اروپايي ټولنې، اېستونیا او لېتوانیا سره امنیتي موافقې لاسلیک کړي


د جون پر ۲۷مه د اروپايي ټولنې مشران د اوکراين له ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي سره د امنيتي موافقو د لاسليکولو پر مهال.
د جون پر ۲۷مه د اروپايي ټولنې مشران د اوکراين له ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي سره د امنيتي موافقو د لاسليکولو پر مهال.

د اوکراين ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په برسلز کې د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پیل کې له اروپايي ټولنې، اېستونیا او لېتوانیا سره امنیتي موافقې لاسلیک کړې دي.

د جون پر ۲۷مه اروپايي ټولنې په موافقه کې ژمنه کړې ده چې د امنیتي او دفاعي تګلارې په نهو برخو کې به د کییف ملاتړ کوي.

د موافقې په مسوده کې، چې مشال راډیو هم ترلاسه کړې، "د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې سخته غندنه" تکرار شوې او پکې د اروپايي ټولنې له لوري د "اوکراین د ازادۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا کلک ملاتړ" بیا تایید شوی دی.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او په وروستیو میاشتو کې یې پر هغه هېواد بریدونه زیات کړي دي.

په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د دواړو خواوو لسګونه زره سرتېري وژل شوي او لکونه ولسي وګړي بې کوره او کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG