د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د ښوونځي بس اوښتو له امله ۱ ماشوم وژل شوی، ۳۰ ژوبل دي


د سوات په خوازه خېله کې د جون پر ۲۸مه د ښوونځي بس د پېښې ښکار شو.
د سوات په خوازه خېله کې د جون پر ۲۸مه د ښوونځي بس د پېښې ښکار شو.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ښوونځي د ماشومانو بس ژورې کندې ته پرېوتې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او ۳۰ ژوبل دي.

پولیس او د ژغورنې چارو ادارې مشال راډیو ته ويلي چې پېښه د جون پر ۲۸مه د خوازه خېلې په اساله کې شوې ده.

چارواکي وایي چې د یو شخصي سکول زده کونکي د ښوونځي تر رخصتېدو وروسته کورونو ته پر لار ول چې د بس بریک کار پرېښود او کندې ته پرېوت.

د ژغورنې چارو اداره ۱۱۲۲ وایي سرسري ژوبل ماشومان يې د خوازه خېلې روغتون ته لېږدولي او څلور سخت ژوبل ماشومان یې د سیدو شريف هسپتال ته وړي دي.

د مې پر ۳۰ مه هم د سوات په سيلانۍ سيمې مالم جبې کې یو ګاډی ژورې کندې ته لوېدلی وو، چې له امله یې شپږ کسان وژل شوي او شپږ نور سخت ژوبل شوي ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او دا راز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG