د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته غبرګون وښود


خواجه اصف د جون پر ۲۷مه ویلي وو چې په افغانستان کې هم د ټي ټي‌ پي ضد عملیات کولای شي. (انځور: ارشیف)
خواجه اصف د جون پر ۲۷مه ویلي وو چې په افغانستان کې هم د ټي ټي‌ پي ضد عملیات کولای شي. (انځور: ارشیف)

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پر وروستي بیان سخت غبرګون ښودلی دی.

خواجه اصف د جون پر ۲۷مه د امریکا غږ له اردو څانګې سره په مرکه کې ویلي وو چې "په عزم استحکام پوځي عملیاتو کې که ضرورت پېښ شو نو پاکستان ښايي د پولې پورې غاړې په افغانستان کې هم د تحریک طالبان ‏پاکستان (ټي ټي پي) پرضد عمليات وکړي."

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د جون پر ۲۸مه په یو بیان کې ویلي چې که پاکستان داسې کوي نو دا به له نړیوالو اصولو سرغړونه وي.

هغه وویل، "افغانستان به ورته ځواب وايي او که هر څه کېږي پاکستان به یې د نتیجو ذمه وار وي. خوارزمي زیاته کړه چې افغانستان په دې موضوع پاکستان سره خبرو اترو ته تیار دی."

پاکستان تور لګوي چې د افغانستان خاوره د ‏ترهګرۍ لپاره د پاکستان ضد کاريږي.

خو طالبان دا تورونه ردوي چې هلته د تحریک طالبان پاکستان وسلوال موجود دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې هیچا ته د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد د استعمالېدو اجازت نه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG