د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند جنوبي افریقا ته په ماتې ورکولو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام وګاټه


د سیالۍ تر ګټلو وروسته د هند لوبغاړي یو بل ته غاړه وتي دي ـ د جون ۲۹مې انځور.
د سیالۍ تر ګټلو وروسته د هند لوبغاړي یو بل ته غاړه وتي دي ـ د جون ۲۹مې انځور.

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې هند جنوبي افریقا ته پر اووه منډو ماتې ورکړه او نړیوال جام یې وګاټه.

د وېسټ انډيز په باربېډوس کې د جون ۲۹مې په سیالۍ کې هند پچه وګټله او لومړۍ یې توپوهنه وکړه. هندي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۷۶ منډې جوړې کړې او اووه لوبغاړي یې وسوزېدل.

د هند په بېټرانو کې ویراټ کوهلي تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. هغه په ۵۹ بالونو د دوه شپږیزو او شپږو څلوریزو په وهلو سره ۷۶ رنزونه وکړل. بل توپوهونکي ازر پټېل ۴۷ منډې جوړې او رن اوټ شو.

د جنوبي افریقا انریچ نورچې او مهاراج دوه ـ دوه لوبغاړي وسوزول.
په مقابل کې جنوبي افریقا په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اته لوبغاړو په سوزېدو ۱۶۹منډې جوړې کړې او هدف ته و نه رسېدل.

د جنوبي افریقا په لوبغاړو کې هاینرخ کلاسن تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. هغه پر ۲۷ بالونو ۵۲ منډې وکړې.

د جون پر ۲۷مه هند په دویمه نیمه پایلوبه کې انګلستان (انګلینډ) ته او جنوبي افریقا افغانستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار موندلې وه.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې پیل شوې وې چې پکې ۲۰ لوبډلو ګډون کړی وو.

د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام تاریخچه

د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په دوه کلونو کې یو ځل کېږي چې تراوسه پکې اته اتلولې شوې دي.

د دې جام لومړی سیالۍ په ۲۰۰۷ز کال کې په جنوبي افریقا کې شوې وې او په پایلوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

په ۲۰۰۹ ز کال هم د پاکستان لوبډله پایلوبې ته وتلې وه او هلته یې سري لنکا ته ماته ورکړې وه.

له هغه وروسته د ۲۰۱۰ز کال جام انګلستان (انګلينډ)، د ۲۰۱۲ز کال وېسټ انډیز، د ۲۰۱۴ز کال سري لنکا، د ۲۰۱۶ ز کال وېسټ انډیز او د ۲۰۲۱ز کال اسټرالیا ګټلی وو.

په ۲۰۲۲ز کال کې انګلستان د پاکستان پر وړاندې پایلوبه ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG