د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلي پوځ په غزه کې د ګڼو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


اسراییلي پوځیان په غزه کې د عملیاتو پر مهال - د جون څلورمې انځور.
اسراییلي پوځیان په غزه کې د عملیاتو پر مهال - د جون څلورمې انځور.

د اسراییلو پوځ ویلي دي چې د غزې ښار ته نېږدې یې په شجاعیه سیمه کې ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

پوځ ویلي چې د جون پر ۲۹مه د عملیاتو درېیمه ورځ وه چې پکې یې په ځمکنۍ جګړه او هوايي بریدونو کې د "ګڼو وسلوالو" د وژنې دعوه کړې ده.

د عملیاتو له وجې یې نه یوازې لسګونه زره فلسطینیان بې ځایه شوي دي بلکې هلته د ژوند لپاره هغه شرایط لا خراب شوي چې ملګرو ملتونو وار له مخه د نه زغملو وړ بللي ول.

په هغه سیمه کې جګړه تر هغې څو میاشتې وروسته پیل شوه چې اسراییلو اعلان وکړ چې د غزې په هغه شمالي برخه کې یې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، شبکه ختمه کړې ده.

د حماس او اسراییلو ترمینځ د روانې جګړې تر څنګ له لبنان سره د اسراییلو پر شمالي پوله هم ترینګلتیا خورا زیاته شوې ده.

اخوا ایران اسراییلو ته پر لبنان د برید کولو په صورت کې د "ویجاړوونکې" جګړې خبرداری ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG