د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د واده پر مهال چاودنې ۱۹ تنه ژوبل کړي دي


پولیس وايي چاودنه د کورمې په مقبلو کې شوې ده.
پولیس وايي چاودنه د کورمې په مقبلو کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د کورمې په مقبلو کې د واده پر مهال په چاودنه کې ۱۹ تنه ژوبل شوي دي.

د ضلعې د پولیسو مشر نثار احمد د جون پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې پېښه د جون پر ۳۰مه تر نیمې شپې لږ وروسته شوې ده.

دی وايي، د پېښې اصلي لامل لا روښانه نه دی خو له لومړنیو معلوماتو ښکاري چې د اتڼ پر مهال د یو کس له لاسه ګرنېډ یا لاسي بم پرېوتې او چاودنه شوې ده.

نثار احمد البته وايي چې په سیمه کې د مختلفو کورنیو ترمینځ دښمنۍ هم شته نو ځکه د هغه اړخ په اړه هم پلټنې کوي او معلوموي چې چا خو به د لاسي بم برید نه وي کړی.

دی وايي چې په سیمه کې د ولسي مشرانو جرګه روانه ده چې د چاودنې څرنګوالی به په ډاګه کړي.

د پولیسو مشر وايي چې ټول ژوبل کسان یې روغتون ته لېږدولي چې پکې د دوو تنو روغتیايي حالت خراب دی.

د مقبلو سیمه په بره کورمه کې پرته ده چې پکې په ودونو کې هوايي ډزې عامې دي او د سیمې اوسېدونکي وسلې هم ګرځوي.

په مقبلو کې په تېرو وختونو کې د کورنیو ترمینځ د دښمنیو له وجې په نښتو کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG