د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراييلي ځواکونو د غزې پر شمالي او لویدیځو برخو نور بریدونه کړي


د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې له کبله د ورانیو یو عکس: (انځور: ارشیف)
د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې له کبله د ورانیو یو عکس: (انځور: ارشیف)

اسراييلي ځواکونه د جون پر ۳۰مه د شمالي غزې د شجاعيه سيمې ترڅنګ په غربي او منځنۍ رفح کې هم نور مخ ته ولاړل او د لږ تر لږه شپږو فلسطينيانو په وژلو سربېره يې يوشمېر کورونه ويجاړ کړل.

دا معلومات ځايي اوسېدونکو رويټرز خبري اژانس ته ورکړي.

د دوی په وينا، اسراييلي ټانکونو چې څلور ورځې د مخه شجاعيه سيمې ته ورغلي ول، د يوشمېر کورونو پر لور ګولې وورولې چې له وجې يې په هغو کې مېشتې کورنۍ ګېرې پاتې شوې.

بلخوا د اسراييلو وزيراعظم بېنايامېن نتنياهو د خپلې کابينې غونډې ته په وينا کې يو وارې بيا ټينګار کړی دی چې د حماس پرضد د جګړې له ګتلو پرته بل هېڅ بديل نشته.

امريکا او اورپايي ټولنه حماس يوه ترهګره ډله بولي. دې ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو بې ساري برید کړی وو او له هغه راهیسې د دوی تر منځ د غزې په تړانګه کې جګړه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG