د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټانک د ګومل خلک وايي، له يوې اونۍ يې موبايل او انټرنېټ کار نه کوي


دوی اندېښنه وښوده چې حکومت ممکن دا خدمات د دې لپاره تړلي وي چې هلته پوځي عمليات کول غواړي.
دوی اندېښنه وښوده چې حکومت ممکن دا خدمات د دې لپاره تړلي وي چې هلته پوځي عمليات کول غواړي.

د خيبر پښتونخوا د ټانک ضلعې د ګومل اوسېدونکي وايي، له تېرې يوې اونۍ راهيسې يې په سيمه کې د موبايل ټېلېفون او انټرنېټ شبکې کار نه کوي.

دوی د جون پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل، د تېلېفون او انټرنېټ خدماتو د تړل کېدو له وجې زده کوونکي، تاجران او عام خلک پرېشانه دي.

دوی اندېښنه وښوده چې حکومت ممکن دا خدمات د دې لپاره تړلي وي چې هلته پوځي عمليات کول غواړي.

ضلعي انتظاميې په دې اړه کوم وضاحت نه دی کړی. البته د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ټانک يو استازي عثمان بېتڼي پرون مشال راډيو ته وويل، امکان شته چې حکومت د موبایل ټېلېفون او انټرنېټ خدمات د امنيتي خطرونو له وجې تړلې وي.

خو نوموړي زياته کړه چې پر دې موضوع به له اړونده حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د يادولو ده چې په وروستيو کې په ټانک کې هم د ناامنۍ پېښې شوې دي او خلکو هلته د وسلوالو د شتون په اړه شکايتونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG