د لاسرسي ځای

تازه خبر

 په پاکستان کې په تېرو درو میاشتو کې د تشدد پېښو ۳۸۰ کسان وژلي


د پاکستان کې په تېرو درو میاشتو کې په وژل شویو کې یو شمېر چینایان هم شامل دي.
د پاکستان کې په تېرو درو میاشتو کې په وژل شویو کې یو شمېر چینایان هم شامل دي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۴م په اپرېل، مې او جون میاشتو کې د تشدد پېښو ۳۸۰ کسان وژلي چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا کې دي.

په پاکستان کې د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز په نوم ادارې د جون پر ۳۰ مه په خپاره کړي درې میاشتني رپورټ کې ویلي چې د وسله والو بریدونو او پوځي عملیاتو پر مهال په تیرو درېو میاشتو کې ۲۲۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

د دې رپورټ ترمخه تر ټولو زیاته یعنې ۹۲ فیصده مرګ ژوبله په خیبر پښتونخوا کې اوښتې ده. دا راز په بلوچستان کې بیا ۸۷ فیصده د تشدد پېښې رامنځ ته شوې دي.

په دې رپورټ کې دا هم ویل شوي چې په تیرو دریو میاشتو کې په وژل شویو کسانو کې ۶۲ فیصده یې عام وګړي، حکومتي کارکوونکي او د امنیتي ادارو غړي او پاتې ۳۸ فیصده یې وسله وال دي.

رپورټ زیاتوي چې د روان کال د اولو درېو میاشتو په نسبت په تیرو درېو میاشتو کې د تشدد پېښې ۱۲ فیصده کمې شوې دي. یعنې سږکال په جنورۍ، فبرورۍ او مارچ میاشتو کې ټول ۴۳۲ کسان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG