د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند کې د ټېل ماټېل پر مهال ۱۱۶ تنه وژل شوي دي


په اترپردېش کې خپلوان او رضاکاران په ټېل ماټېل کې د وژل شویو مړي انتقالوي - د جولای دویمې انځور.
په اترپردېش کې خپلوان او رضاکاران په ټېل ماټېل کې د وژل شویو مړي انتقالوي - د جولای دویمې انځور.

د هند په شمالي ایالت اترپردېش کې چارواکي وايي چې د مذهبي مراسمو پر مهال په ټېل ماټېل کې لږ تر لږه ۱۱۶ تنه وژل شوي دي. خو یوشمېر رسنۍ د جولای دویمې په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۲۱ یادوي.

چارواکو ویلي دي چې زرګونه کسان د هندوانو د یو مذهبي مشر بولې بابا د یوې دیني غونډې لپاره له یوې خیمې وتل چې ټېل ماټېل جوړ شو او پکې ګڼ کسان ژوبل هم شول.

تر اوسه معلومه نه ده چې د خلکو د وار خطا کېدو او ټېل ماټېل لامل څه وو خو ځايي رسنیو د چارواکو په حواله ویلي دي چې کېدای شي چې په خیمه کې سخته ګرمي او د خلکو سا بندېدل یې یوه وجه وي.

د اترپردېش د پولیسو مشر پرشانت کمار ویلي دي چې په وژل شویو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG