د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې له زندانه د بنديانو د تښتېدو په تړاو ۳ پوليس سرتېري نیول شوي


په تښتېدلو بندیانو کې د دوو د ضمانتونو درخواستونه رد شوي دي. پخواني انځور
په تښتېدلو بندیانو کې د دوو د ضمانتونو درخواستونه رد شوي دي. پخواني انځور

د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه دوکۍ کې له زندانه د درې بندیانو د تښتېدو د پېښې په تړاو درې پوليس سرتېري نيول شوي دي.

د دوکۍ د پولیسو یو مشر جلیل مري د جولای پر درېیمه مشال رېډیو ته وویل چې درې بندیان د جولای پر لومړۍ نېټه له زندانه تښتېدلي ول چې یې د بیا نیولو هڅه کوي.

هغه زیاته کړه چې د پېښې په تړاو يې د لاپرواهۍ په تور د زندان درې ساتونکي ګل خان، عبدالغني او اسماعيل مري له دندو ګوښه کړي او د پلټنو په خاطر يې ګرفتار کړي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه د پوليسو له قوله ليکي چې هغه بندیان د غلا او قتل په څېر په "لویو جرمونو" کې ککړ ول چې د زندان د تشناب د کړکۍ له لارې تښتېدلي دي.

ورځپاڼې د هغوی نومونه عصمت الله، عبدالکبیر او محمد صادق ښوولي دي او ویلي یې دي چې عدالت درې ځلې د عصمت الله او عبدالکبیر د ضمانت درخواستونه رد کړي ول.

تر دې وړاندې د جولای پر دويمه هم د پاکستان تر واک لاندې کشمير د راولاکوټ له زندانه ۱۸ بنديان، چې پکې شپږو ته د اعدام سزا اورول شوې وه، تښتېدلي ول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG