د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا په لومړي ځل یوه ښځه د پوځ مشره ټاکلې ده


کرینیان په بغداد کې د ناټو د قومندانې په حیث د دندې پیلولو په مراسمو کې - د ۲۰۱۹ز کال انځور.
کرینیان په بغداد کې د ناټو د قومندانې په حیث د دندې پیلولو په مراسمو کې - د ۲۰۱۹ز کال انځور.

د کاناډا حکومت په لومړي ځل يوه ښځه د پوځ مشره ټاکلې ده.

لېفټينېنټ جنراله جېني کرینیان (په فرانسوۍ کې کغینیان بلل کېږي) به د جولای پر ۱۸مه د پوځ مشري په لاس کې واخلي.

د کاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو د جولای پر درېيمه په مونټريال کې اعلان وکړ چې ډاډه دی چې د کرینیان تر نوې مشرۍ لاندې به یې هېواد نور قوي، خوندي او نړيوالو امنيتي ننګونو ته چمتو شي.

په پوځ کې ډېره کاري تجربه لرونکې او د څلورو بچیو مور، کرينیان په ۱۹۸۶ز کال کې په امنيتي ځواکونو کې شامله شوې وه. هغې په افغانستان، عراق، شام او بوسنيا هرڅوګووينا کې پوځي خدمتونه ترسره کړي دی. د نوموړې دوه زامن هم پوځيان دي.

د کاناډا د حکومتي شمېرو له مخې، د هغه هېواد د پوځ ۱۶ فیصده سرتېري ښځې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG