د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي له امریکا سره د بندیانو تبادلې ته تیار دی


مجاهد وايي، که امریکا خپل بندیان خوشې کول غواړي نو په ګوانتانامو او امریکا کې دې بندي افغانان ازاد کړي - پخوانی انځور
مجاهد وايي، که امریکا خپل بندیان خوشې کول غواړي نو په ګوانتانامو او امریکا کې دې بندي افغانان ازاد کړي - پخوانی انځور

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې له امريکا سره د بندیانو تبادلې ته تیار دی.

د طالبانو مرکزي وياند ذبیح الله مجاهد د جولای پر درېيمه په کابل کې خبریالانو ته وويل چې امريکايي چارواکو ته یې ويلي چې که د خپلو بندیانو خوشې کېدل غواړي نو بايد په ګوانتانامو او امريکا کې بندي افغانان ازاد کړي.

مجاهد په دې اړه نور وضاحت ور نه کړ خو د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وېدانت پټېل د جولای پر دويمه نېټه خبریالانو ته ويلي ول چې د افغانستان لپاره يې ځانګړي استازي ټام وېسټ د جولای پر لومړۍ په قطر کې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره په خبرو کې غوښتنه کړي وه چې بندي امريکايي وګړي دې "ژر تر ژره خوشې" شي.

د پټېل په وينا د امريکايي وګړو بندي ساتل د طالبانو نړيوال رسميت د پېژندنې غوښتنې ته زیان رسوي.

د امريکا غږ د راپور له مخې، دوه امريکايي وګړي دا مهال د طالبانو په بند کې دي. د يو نوم نه دی په ډاګه شوی خو د بل په اړه امريکايي چارواکو ويلي چې راین کوربېټ نومېږي چې طالبانو په ۲۰۲۲ز کال کې په کابل کې نیولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG