د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوجارېک: ګوتېرېش د عمران خان په وضعیت کې "ډېر مثبت پرمختګ" غواړي


عمران خان او شاه محمود قریشي د یوې ولسي غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
عمران خان او شاه محمود قریشي د یوې ولسي غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي چې انتونیو ګوتېرېش د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان په وضعیت کې "ډېر مثبت پرمختګ" غواړي.

دا خبره سټېفان دوجارېک د جولای پر دویمه په خبري غونډه کې کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې ډلې د جولای په لومړۍ نېټه د خان د ژر تر ژره خوشې کولو غږ وکړ او ویلي دي چې هغه "د نړیوالو قوانینو خلاف بې له څه وجې" زنداني شوی دی.

د قصدي نیولو په اړه په جېنیوا کې د ملګرو ملتونو کاري ډلې هغه غوښتنه د عمران خان خلاف د درغلیو د هغې قضیې تر څېړلو وروسته کړې، چې پکې نوموړی په ۲۰۲۳ز کال کې سزا شوی وو.

دوجارېک د خبري غونډې پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ګوتېرېش د عمران خان د خوشې کولو لپاره د بشري حقونو د هغې ډلې د وړاندیز ملاتړ کړی دی، وویل چې هغه د "د یوې خپلواکې کاري ډلې وړاندیز دی. موږ غواړو چې د ښاغلي خان اوسنی وضعیت په ډېر مثبت ډول پر مخ ولاړ شي."

د پاکستان حکومت د عمران د بندي کېدو په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې سپارښتنې رد کړي او دا یې د ادارو پر ضد یوه دسیسه بللې ده.

عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې له واکه لیرې شو.

د تحريک انصاف رهبر د ۲۰۲۳ز کال په اګست مياشت کې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو ډالیو خرڅولو په ګډون په یوشمېر قضيو کې د راولپېنډۍ د اډیالې په زندان کې بندي شو.

اسلام اباد های کورټ د روان ۲۰۲۴ز کال د اپرېل پر لومړۍ نېټه د توشه خانې په مقدمه کې د عمران خان سزا ځنډولې وه او د هغه له زندانه د خوشې کولو امر یې کړی وو. هغه عدالت داراز، نوموړی د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې هم بري کړی دی خو هغه د عدت پر مهال د نکاح کولو په مقدمه کې بندي دی.

د خان د خوشې کولو لپاره یې ګوند وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. تحریک انصاف د نوموړي پرضد ټولې قضیې سیاسي سازش بولي او ورباندې لګېدلي تورونه ردوي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG