د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو امریکايي چارواکی وايي حماس د یرغمل شویو په اړه په دریځ کې "مهم بدلون" راوستی دی


اسراییلیان د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د نتنیاهو حکومت مخالفه مظاهرې پر مهال ـ د جون ۲۷مې انځور.
اسراییلیان د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د نتنیاهو حکومت مخالفه مظاهرې پر مهال ـ د جون ۲۷مې انځور.

د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې حماس، چې واشنګټن او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، له اسراییلو سره د یرغمل شویو کسانو د احتمالي خوشې کولو په اړه په خپل دریځ کې "خورا مهم بدلون" راوستی دی.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، هغه چارواکي، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، د جولای پر څلورمه په واشنګټن کې په یوه کنفرانس کې له خبریالانو سره په خبرو کې د دریځ د بدلون په اړه نور معلومات ور نه کړل خو هیله یې څرګنده کړه چې دا به په غزې تړانګه کې دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.

هغه وویل چې د موافقې د پلي کولو په اړه لا هم ځینې ستونزې شته او تمه نه کېږي چې په یو څو ورځو کې موافقې ته ورسي.

بلخوا د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د جولای پر څلورمه د امریکا ولسمشر جو بایډن ته وویل چې پرېکړه یې کړې چې د یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه له حماس سره د ځنډېدلو خبرو اترو د بیا پیل لپاره پلاوی واستوي.

امریکايي چارواکي وايي چې د نتنیاهو له خوا خپلې ډلې ته په خبرو اترو کې تر اجازې ورکولو وروسته ولسمشر بایډن ډاډمن دی.

هغه امریکایي چارواکي زیاته کړې چې باور لري چې یوه خورا مهمه موقع پیدا شوې او د وزیراعظم نتنیاهو د چمتووالي هرکلی کوي چې له دې فرصته یې ګټه پورته کړې او خپل مذاکراتي ډلې ته یې واک ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې په دوحه کې په کېدونکو خبرو کې مستقیماً برخه واخلي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۷،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. د جګړې پر مهال له ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG