د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټېکه دارانو ټولنې د پرمختیايي چارو لپاره له حکومته پیسې غوښتې دي


په پاکستان زیاتره پرمختیايي پروژې ټېکه داران تر سره کوي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان زیاتره پرمختیايي پروژې ټېکه داران تر سره کوي ـ پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا د ټېکه دارانو ټولنې له حکومته غوښتنه کړې ده چې د روانو پرمختیايي پروژو لپاره دې ورته پیسې ورکړي.

د ټولنې مشرانو د جولای پر څلورمه په پېښور پرېس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې حکومت د دې میاشتې له لومړۍ څخه د پیل شوي نوي مالي کال د نویو پرمختیايي پروژو لپاره د پیسو ورکولو پر ځای باید د وار له مخه روانو پرمختیايي کارونو لپاره پیسې بېلې کړي.

د ټولنې مشر ملک ریاض خان له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې له تېرو درو کلونو راهیسې ورته پیسې نه ورکول کېږي او نېږدې ۲،۰۰۰ ټېکه داران له مالي ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پیسو نه شتوالي له کبله په صوبه کې یوشمېر پرمختیايي منصوبې یا پروژې ځنډېدلې دي.

د پاکستان د نورو برخو په څېر په خیبر پښتونخوا کې هم زیاتره پرمختیايي پروژې ټېکه داران اخلي او بشپړوي یې. په هغو د سړکونو، پلونو، تعلیمي او روغتیايي ادارو جوړول یا بیا رغول، د اوبو او برېښنا خدمات او زراعتي پرژوې شاملې وي.

د ټولنې مشرانو د غوښتنو نه پوره کېدو په صورت کې د احتجاج او د حکومت پرضد په عدالت کې د غوښتنلیک دایرولو خبرداری ورکړ.

حکومت لا د ټېکه دارانو د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا اعلا وزیرعلي امین ګنډه پور د جون پر ۱۴مه ویلي ول چې هڅه کوي چې د پرمختیايي منصوبو لپاره پیسې بېلې کړي. نوموړي له وفاقي حکومته په خیبر پښتونخوا کې د پیدا کېدونکې بجلۍ د خالصې منافعې په لړ کې د ۱،۵۱۰ اربه روپیو د ورکولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مارچ کې ګنډه پور ته د برېښنا د ګټې د پاتې پیسو ورکولو ډاډ ورکړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG