د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس او سپېن د فټبال یورو کپ نیمې پای لوبې ته ووتل


فرانس د پورتګال لوبډلې ته په پېنلټیو کې د درو په مقابل کې په پنځو ګولونو بریا تر لاسه کړه.
فرانس د پورتګال لوبډلې ته په پېنلټیو کې د درو په مقابل کې په پنځو ګولونو بریا تر لاسه کړه.

فرانس او سپېن په جرمني کې د روان فټبال یورو کپ نیمې پای لوبې ته وتلي‌ دي.

د جولايي پر پنځمه په لومړۍ لوبه کې سپېن د کوربه هیواد جرمني لوبډلې ته د یو په مقابله کې په دوه ګوله ماته ورکړه او نیمې پای لوبې ته ووت.

په دویمه لوبه کې تر ډېره دلچسپه بازۍ وروسته فرانس د پورتګال لوبډلې ته په پېنلټیو کې د درو په مقابل کې په پنځو ګولونو بریا تر لاسه کړه.

د دویمې نیمې پای لوبې لپاره د جولايي پر شپږمه انګلېنډ له سویټزرلېنډ او ترکي له نېدرلېنډز سره سیالي کوي.

د سپېن او جرمني د لوبې یو عکس
د سپېن او جرمني د لوبې یو عکس

ټاکل شوې چې د انګلستان او سویټزرلېنډ ترمنځ لوبه د پېښور له وخت سره سمه ماسخوتن نهه بجې پیل شي. د نېدرلېنډز او ترکي ترمنځ لوبه به د شپې پر ۱۲ بجې وي.

لومړۍ نیمه پای لوبه د جولايي پر نهمه د سپېن او فرانس ترمنځ تر سره کېږي. او دویمه نیمه پای لوبه به د جولايي پر لسمه د هغو دوو لوبډلو ترمنځ وي چې د جولايي شپږمې په سیالیو کې بریالۍ شي.

د فټ بال د ۲۰۲۴م کال یورو کپ پای لوبه د جولايي پر ۱۴مه ترسره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG