د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال شرکتونه د پاکستان د تېلو او ګیسو په څانګه کې پانګونه کوي


په کراچۍ کې د تېلو ګڼ ټانکرونه ولاړ دي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې د تېلو ګڼ ټانکرونه ولاړ دي - پخوانی انځور.

پاکستانیو او نړيوالو شرکتونو اعلان کړی چې په راتلونکو درې کلونو کې د هغه هېواد د تېلو او ګیسو په څانګه کې د پینځو اربه امريکايي ډالرو پانګونه کوي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د جولای پر شپږمه په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ غونډه وشوه چې پکې د وفاقي وزیرانو په ګډون د تېلو او ګیسو د شرکتونو چارواکو ګډون وکړ.

اژانس وايي چې د تېلو او ګیسو د کمپنیو پلاوي غونډې ته وویل چې په راتلونکو درې کلونو کې به د هغه هېواد په ۲۴۰ ځایونو کې د تېلو او ګیسو د موندلو لپاره کیندنې کوي.

اژانس کاږي چې شهباز شريف د مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار په مشرۍ يوه کمېټۍ هم جوړه کړه چې هدف يې په هغه هېواد کې د تېلو او ګیسو د موندلو د تګلارې لپاره وړاندیزونه برابرول دي.

اې پي پي ليکي چې شهباز شريف وويل چې د تېلو او ګیسو د زېرمو موندل او استخراج يې د حکومت لومړيتوب دی ځکه د ده په خبره، پاکستان هرکال د تېلو او ګیسو پر واردولو اربونه ډالره لګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG