د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې زېمبابوې ته په ۱۰۰ منډو ماتې ورکړه


هندی بیټر ابیشېک شرما د جولای پر اوومه د زېمبابوې خلاف خپله سلیزه لمانځي.
هندی بیټر ابیشېک شرما د جولای پر اوومه د زېمبابوې خلاف خپله سلیزه لمانځي.

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د پینځو ۲۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ په دویمه سیالۍ کې کوربه زېمبابوې ته په ۱۰۰ منډو ماتې ورکړه.

د پلازمېنې هرارې په لوبغالي کې د جولای اوومې په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ هند وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د دوو لوبغاړو په زیان ۲۳۴ منډې وکړې. ابيشېک شرما ۱۰۰، روتوراج ګایکواډ ۷۷ او رېنکو سېنګ ۴۸ منډې وکړې.

په ځواب کې د زېمبابوې ټوله لوبډله په ۱۹م اوور کې په ۱۳۴ منډو وسوځېده. وېسلي مدېوېرې ۴۳ او لوک جونګوې ۳۳ منډې وکړې.

د هند اوېش خان او مکېش کمار درې، درې او روي بېشنويي دوه وېکټې واخیستې.

تر دې یوه ورځ مخکې کوربه زېمبابوې په لومړۍ سیالۍ کې هند ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړې وه. د هرارې په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ زېمبابوې وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۵ منډې وکړې.

په ځواب کې هندۍ لوبډله په ۲۰م اوور کې په ۱۰۲ منډو وسوځېده.

د زېمبابوې لوبډلمشر سکندر رضا په ۱۷ منډو کولو او درې وېکټو اخیستو د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

دا په داسې حال کې ده چې هند د جون په پای کې جنوبي افریقا ته په ماتې ورکولو د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام وګاټه.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د جولای پر ۱۰مه درېیمه سیالي ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG