د لاسرسي ځای

تازه خبر

حماس وایي د اوربند په اړه د اسراییل ځواب ته منتظر دي


په نیوبارک کې د اوربند په ملاتړ مظاهره - انځور له ارشیفه
په نیوبارک کې د اوربند په ملاتړ مظاهره - انځور له ارشیفه

فلسطینۍ حماس ډله وایي د ډزبندۍ د وړاندیز په اړه د اسراییل د ځواب په تمه دي.

د جولای پر اوومه د حماس په دوو غړو کې یو رویټرز خبري اژانس ته د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې دوی "خپل ځواب منځګړو ته پرېښې دی او د قبضه کوونکو" یعنې اسراییل د ځواب په انتظار دي. امریکا او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله ګڼي.

دا له هغه پنځه ورځې وروسته ده چې حماس په غزه کې د جګړې ختمولو لپاره د امریکا د پلان یوه مهمه برخه ومنله. ټاکل شوې وه چې د اسراییلو وزیراعظم بین یامین نتن یاهو به د جولای پر اوومه د امریکا لخوا د وړاندې شوي درې پړاو لرونکي پلان په راتلونکو ګامونو سلا مشورې وکړي.

دا پلان په مې میاشت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وړاندی کړی وو او د قطر او مصر په منځګړتوب پرې خبرې روانې دي.

فلسطیني چارواکي وایي که اسراییل دغه وړاندیز ومني، کېدای شي په غزه کې د اسراییل او حماس ترمینځ د نهه میاشتنۍ جګړې پای ته رسولو لپاره د موافقې یو چوکاټ رامنځته کړي.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۷،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. د جګړې پر مهال له ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG