د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه د اوکراین پر روغتون د روسیې د برید په اړه غونډه کوي


د ماشومانو هغه روغتون چې د روسیې ځواکونو د جولای پر اتمه په توغنديو ویشتلی.
د ماشومانو هغه روغتون چې د روسیې ځواکونو د جولای پر اتمه په توغنديو ویشتلی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جولای پر نهمه د روسیې له خوا د اوکراین د پلازمېنې کییف د ماشومانو پر روغتون د شوي میزایلي برید په اړه بحث کوي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازي د امنیت شورا دا غونډه له هغه وروسته اعلان کړه چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي یې خواست کړی وو.

چارواکي وايي چې دا برید د روسیې له خوا د جولای پر اتمه د اوکراین پر یو شمېر ښارونو د شويو هغو حملو برخه وه چې لږ تر لږه ۴۱ کسان یې وژلي او لږ تر لږه ۱۴۰ نور یې ژوبل کړي دي.

په کییف کې د پوځي انتظامیې چارواکو ویلي چې یوازې پر روغتون په برید کې د درو ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه وژل شوي دي.

د یادې انتظامیې د مشر سرهي پوپکو په وینا، په دې ترڅ کې ۸۲ کسان ژوبل شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG