د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ: د بريتانيا وزیراعظم دې د افغان ښځو حقونه خپل لومړيتوب وګرځوي


ملاله يوسفزۍ په يوه غونډه کې د وينا پر وخت - انځور له ارشیفه
ملاله يوسفزۍ په يوه غونډه کې د وينا پر وخت - انځور له ارشیفه

د سولې نوبېل جایزې ګټونکې او د تعليم نړيوالې مبارزې ملالې یوسفزۍ د بریتانیا پر نوي وزیراعظم غږ کړی چې د افغان نجونو د تعليم مسله دې خپل لومړيتوب وګرځوي.

ملالې د جولای پر اتمه د بریتانیا وزيراعظم کېیر سټارمر ته د مبارکۍ د پيغام تر څنګ ويلي‌ چې هغه دې په نړۍ کې د تعليم لپاره کار وکړي او بیا په ځانګړې ډول دې په افغانستان کې د نجونو زدکړې او د ښځو حقونه د خپلې بهرنۍ تګلارې په سر کې راولي.

ملالې یوسفزۍ ليکلي: "د راتلونکو ١٠٠ ورځو لپاره د انګلستان د بهرنۍ پاليسۍ او پراختیا په سياسي پلانونو کې دا ډېره مهمه ده چې د نړۍ په هر ګوټ کې د نجونو حقونو او د هغوی د زدکړو حق ته درناوی وشي. په ځانګړې توګه په افغانستان کې د جنسي توپيرونو د له منځه وړلو په برخه کې بايد جدي پاملرنه وشي او په لومړيتوبونو کې راوستل شي."

سټارمر تېره اونۍ د انتخاباتو تر ګټلو وروسته د بریتانيې وزيراعظم منتخب شو. نوموړي د ملالې د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي خو د انتخاباتو پر وخت يې د کیمپېنونو په دوران کې ويلي وو چې هېواد به یې په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت سم ساتلو لپاره خپل کردار ترسره کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور تر حکومت نيولو وروسته، پر ښځو د کار او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندېز لګولی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه د افغانانو او نړیوالوغوښتنې نه دي منلې او دغو بندیزونو ته یې دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG