د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او زېمبابوې نن د ۲۰ اووره کرکټ درېیمه سیالي لري


د زېمبابوې بیټر د هندي بالر پر وړاندې د توپوهنې پر مهال - د جولای اوومې انځور.
د زېمبابوې بیټر د هندي بالر پر وړاندې د توپوهنې پر مهال - د جولای اوومې انځور.

د هند او د زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د پینځو ۲۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ په درېیمه سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د پلازمېنې هرارې په لوبغالي کې د جولای ۱۰مې سیالي د پېښور پر وخت د مازیګر پر څلورو او د کابل پر درې نیمو بجو پیلېږي.

تر دې مخکې هند د جولای پر اوومه په دویمه سیالۍ کې کوربه زېمبابوې ته په ۱۰۰ منډو ماتې ورکړې وه خو لومړۍ لوبه زېمبابوې په ۱۳ منډو ګټلې وه.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د جولای پر ۱۳مه او ۱۴مه د لوبلړۍ پاتې سیالۍ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې هند د جون په پای کې جنوبي افریقا ته په ماتې ورکولو د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام وګاټه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG