د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر، امریکا او اسراییلو استخباراتي چارواکي په غزه کې د اوربند په اړه خبرې پيلوي


په غزه کې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته له ودانیو لوګي خېژي ـ د جولای اوومې انځور.
په غزه کې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته له ودانیو لوګي خېژي ـ د جولای اوومې انځور.

د مصر، امريکا او اسراييلو د استخباراتي ادارو مشران د غزې تړانګې په جګړه کې د اوربند په موخه خبرې بیا پيلوي.

رويټرز اژانس د مصر د سرکاري "القاهره نيوز ټي وي" او د ځينو سرچينو په حواله وايي چې د جولای ۱۰مې په خبرو کې د اسراييلو د استخباراتو مشر ډېوېډ بارنيه او د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي ای اې) مشر وېليیم برنز ګډون وکړي.

مصر او قطر هڅې پيل کړي دي چې د اسراييلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ نهه مياشتنۍ جګړه ختمه او په پايله کې يې په غزه کې د اسراييلیو يرغملو کسانو او د اسراييلو په بند کې د فلسطينیو قيديانو خوشې کېدو ته لاره هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې حماس په وروستیو کې د یرغملو کسانو د خوشې کولو په اړه د خبرو پر پیلولو سلا شو.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۷،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. د جګړې پر مهال له ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG