د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپا د فوټبال جام دویمه نیمه پایلوبه نن د انګلستان او نېدرلینډز ترمینځ کېږي


د جولای پر نهمه د هسپانیې او فرانسې ترمینځ سیالي د میونېښ په لوبغالي کې وشوه.
د جولای پر نهمه د هسپانیې او فرانسې ترمینځ سیالي د میونېښ په لوبغالي کې وشوه.

د انګلستان (انګلینډ) او نېدرلینډز (هالینډ) ملي لوبډلې د اروپا د فوټبال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د جرمني د ډارټمونډ په لوبغالي کې د جولای ۱۰مې سیالي د پېښور پر وخت د شپې پر ۱۲ او د کابل پر ۱۱ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې هسپانیا په لومړۍ نیمه پایلوبه کې فرانسې ته د یو په مقابله کې په دوو ګولونو په ماتې ورکولو پایلوبې ته ورسېده.

د دواړو لوبډلو ترمینځ سیالي د جولای پر نهمه د جرمني د میونېښ (مونشن) په لوبغالي کې وشوه.

فرانسې د لوبې په لومړۍ نیمايي کې ګول وکړ او ورپسې هسپانیې دوه ګولونه وکړل خو د سیالۍ په دویمه نیمايي کې هېڅ لوبډلې ګول و نه کړای شو.

ټاکل شوې ده چې د جام پایلوبه د جولای په ۱۴مه د کوربه جرمني په پلازمېنه برلېن کې وشي.

د اروپايي جام سیالۍ له ۱۹۶۰ز لسیزې راهیسې هر څلور کاله وروسته کېږي چې پکې د اروپايي هېوادونو ملي لوبډلې برخه اخلي.

د اروپايي جام سیالۍ په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې ځنډېدلې وې او د ۲۰۲۱ز کال په اوړي کې وشوې چې پایلوبه یې اېټالیا وګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG