د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو روسي عدالت ۵ تاجکستانیو وګړو ته د ترهګرۍ په تور د بند سزاګانې اورولې دي


سزاګانې د یکترینبورګ ښار عدالت اورولې دي - پخوانی انځور.
سزاګانې د یکترینبورګ ښار عدالت اورولې دي - پخوانی انځور.

د روسیې یو عدالت د تاجکستان پینځو وګړو ته د ترهګرۍ په تور د بند اوږدې سزاګانې اورولې دي.

د ازادې اروپا راډیو د روسۍ څانګې د خبر له مخې، د یکترینبورګ ښار عدالت د جولای پر نهمه د یوې ترهګرې ډلې د جوړولو په تور ابوبکر سنګچاروف ته د ۲۵ او ساګین مراد مسافروف ته د ۲۴ کلونو د بند سزا اورولې ده. سنګچاروف د روسیې تابعیت هم لري.

عدالت له هغو پرته درو نورو تاجکستانیو وګړو ته هم د یوې ترهګرې ډلې په فعالیت کې د ګډون په تور له ۱۶ څخه تر ۱۸ کلونو پورې د بند سزا اورولې ده. د هغو وسلوالو ډلو نومونه نه دي په ډاګه شوي او د تورنو کسانو په اړه هم نور وضاحت نه دی ورکړل شوی.

روسیو چارواکو په مارچ کې له مسکو سره نېږدې د کنسرټونو پر تالار تر وسلوال برید وروسته سخت امنیتي تدابیر ونیول او داراز یې د ترهګرۍ پرضد د کاروایۍ خبر هم ورکړی وو.

چارواکو په هغه برید کې د ککړتیا په تور ۱۱ تاجک وګړي نیولي وو. د مسکو پر تالار پر حمله کې ۱۴۴ کسان وژل شوي ول او ذمه واري یې اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG