د لاسرسي ځای

تازه خبر

فلسطيني چارواکي: د اسراييلو په برید کې لږترلږه ۲۹ کسان وژل شوي


په خان یونس کې دوه ماشومانې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته له سیمې تېرېږي - د جولای ۱۰مې انځور.
په خان یونس کې دوه ماشومانې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته له سیمې تېرېږي - د جولای ۱۰مې انځور.

فلسطینیو چارواکو ویلي چې د جولای پر ۱۰مه د غزې تړانګې په جنوبي برخه کې د اسراییلو په هوايي برید کې لږترلږه ۲۹ کسان وژل شوي دي.

د فلسطین د روغتیا چارواکي وايي، د غزې د خان یونس سیمې په عبسان سیمه کې په شوي برید کې د یو ښوونځي مخې ته د کډوالو خیمې په نښه شوې دي او د برید زیاتره قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

د چارواکو په وینا، د هغه ځای اوسېدونکي د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پر ضد د عملیاتو لا زیاتولو په لړ کې د اسراییلیو ټانکونو د ورتګ او ډزو له وجې له سیمې تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې حماس خبرداری ورکړی چې د دې کاروایانو له کبله د اوربند خبرې اترې له خطر سره مخامخېدلای شي.

په همدې حال کې مصر او قطر هڅې پيل کړي دي چې د اسراييلو او حماس ترمینځ نهه مياشتنۍ جګړه ختمه او په پايله کې يې په غزه کې د اسراييلیو يرغملو کسانو او د اسراييلو په بند کې د فلسطينیو قيديانو خوشې کېدو ته لاره هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې حماس په وروستیو کې د یرغملو کسانو د خوشې کولو په اړه د خبرو پر پیلولو سلا شو.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۷،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. د جګړې پر مهال له ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG