د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلستان نېدرلینډز ته په ماتې ورکولو د اروپا فوټبال جام پایلوبې ته ووت


د انګلستان لوبغاړي د جولای پر ۱۰مه نېدرلینډز ته تر ماتې ورکولو وروسته خپله بریا لمانځي.
د انګلستان لوبغاړي د جولای پر ۱۰مه نېدرلینډز ته تر ماتې ورکولو وروسته خپله بریا لمانځي.

د انګلستان (انګلینډ) د فوټبال ملي لوبډله د اروپا جام په دویمه نیمه پایلوبه کې نېدرلینډز (هالینډ) ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ووته.

د جرمني د ډارټمونډ په لوبغالي کې د جولای ۱۰مې د سیالۍ په اوومه دقیقه کې هالینډۍ لوبډلې ګول وکړ خو په ۱۶م منټ کې یې غلطي یا فاول هم وکړ چې ورسره سم انګلستان د پېنلټۍ له لارې خپل لومړی ګول وکړ.

تر دې وروسته د سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې هېڅ لوبډلې ګول و نه کړای شو او د دویمې نیمايي په ۹۰مه دقیقه کې انګلستان ګول وکړ او په پاتې اضافي شپږو مېنټو کې یې د هالینډۍ لوبډلې مخه ونیوله او سیالي یې د یو په مقابله کې په دوو ګولونو وګټله.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر نهمه هسپانیا په لومړۍ نیمه پایلوبه کې فرانسې ته د یو په مقابله کې په دوو ګولونو په ماتې ورکولو پایلوبې ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې د جام پایلوبه د جولای په ۱۴مه د کوربه جرمني په پلازمېنه برلېن کې وشي.

د اروپايي جام سیالۍ له ۱۹۶۰ز لسیزې راهیسې هر څلور کاله وروسته کېږي چې پکې د اروپايي هېوادونو ملي لوبډلې برخه اخلي.

د اروپايي جام سیالۍ په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې ځنډېدلې وې او د ۲۰۲۱ز کال په اوړي کې وشوې چې پایلوبه یې اېټالیا وګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG