د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د صوبايي اسمبلۍ پر خالي څوکۍ رایه اچونه روانه ده


په پاکستان کې یوه ښځه د رایې اچونې لپاره ګوته رنګوي - پخوانی انځور
په پاکستان کې یوه ښځه د رایې اچونې لپاره ګوته رنګوي - پخوانی انځور

په باجوړ کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۲۲مې حلقې د څوکۍ ډکولو لپاره د رايو اچولو بهیر روان دی.

د جولای پر ۱۱مه په هغه ضمني انتخاب کې د ووټ اچولو بهیر د سهار پر اتو بجو پیل شو چې د انتخاباتي کمېشن په وینا، بې له ځنډه به د مازیګر تر پینځو بجو روان وي.

په پېښور کې د انتخاباتو کمېشن ويلي چې په انتخاب کې د ۱۲ کانديدانو ترمینځ سيالي ده چې پکې پینځه د سیاسي ګوندونو غړي دي او نور خپلواکه نوماندان دي.

کمېشن وايي چې په هغه حلقه کې شاوخوا ۱۷۹،۰۰۰ راجسټر رایه ورکوونکي دي او د ووټ اچولو لپاره هلته ۹۱ مرکزونه جوړ شوي دي. کمېشن ۶۶ مرکزونه له امنیتي پلوه حساسه ګرځولي دي. خو د باجوړ پوليس وايي چې د امنیت لپاره يې ټول اړين ګامونه پورته کړي دي.

د روان ۲۰۲۴ز کال د اپرېل ۲۱مې په ضمني ټاکنو کې مبارک زېب خان د قامي او صوبايي اسمبلیو دواړه څوکۍ ګټلې وې چې وروسته يې د قامي اسمبلۍ هغه وساتله او صوبايي يې پرېښودله.

په پاکستان کې د روان ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات شوي ول خو پر ځینو حلقو د امنیت خراب وضعیت او په باجوړ کې په حمله کې د یو نوماند رېحان زېب تر وژنې وروسته انتخابات ځنډېدلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG