د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډېموکراټ ګوند ۲ مهم غړي ښايي انتخاباتو ته د ولسمشر بایډن د نوماندېدو ملاتړ و نه کړي


جو بایډن په نومبر کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماند دی - پخوانی انځور
جو بایډن په نومبر کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نوماند دی - پخوانی انځور

د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر جو بایډن د نوماندېدو پر امکاناتو تر هغې وروسته شکونه پیدا شوي چې ښايي د ډېموکراټ ګوند دوه مهم استازي نینسي پلوسي او جورج کلوني یې ملاتړ و نه کړي.

داسې ګومان کېږي چې ښايي دواړه د ګوند پر نورو غړو، چنده ورکوونکو او د سېنېټ پر غړو اثراندازه شي.

پلوسي امریکايي ټېلېويژن ایم اېس اېن بي سي ته وویل چې بایډن باید ژر تر ژره پریکړه وکړي چې ایا د ۲۰۲۴ز کال انتخاباتو ته نوماندېدل غواړي که څنګه؟

د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ سپیکرې پلوسي، چې د اوږدې مودې لپاره د بایډن ملګری پاتې شوې، په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه وکړه چې ایا غواړي چې بایډن انتخاباتو ته نوماند پاتې شي او که څنکه؟

داراز، د هاليووډ فلمي ستوري کلوني، چې د ډېموکراټ ګوند غړی دی او په جون کې د ولسمشر بایډن په ملاتړ کې د چندې راټولولو د يوې غونډې کوربه وو، د جولای پر ۱۰مه د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې ليکلي چې بایډن اوس هغه کس نه دی پاتې چې په ۲۰۲۰ز کال کې وو.

په سېنېټ کې د اکثریتي ډلې مشر چک شومر په شخصي ډول اشاره ورکړې چې له بایډن پرته د ډېموکراټ ګوند له بل کاندید سره کار کولو ته تیار دی.

له شاوخوا دوه اونیو راهیسې د ډېموکراټ ګوند یوشمېر غړي د ۸۱ کلن بایډن له ملاتړه په شا شوي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې نوموړي د جون پر ۲۷مه پر سي اېن اېن ټېلېويژن له خپل ۷۸ کلن سیال ډانلډ ټرمپ سره د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړۍ مناظره وکړه. تر مناظرې وروسته د ډېموکراټ ګوند نور غړي اندېښمن شوي دي چې ښايي ولسمشر بایډن راتلونکي ټاکنې وبایلي.

ټاکل شوې چې په امريکا کې د ولسمشرۍ انتخابات د روان ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر پينځمه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG