د لاسرسي ځای

تازه خبر

عالیه نیلم د لاهور های کورټ لومړنۍ ښځینه مشره قاضیه شوه


د لاهور های کورټ ودانۍ مخې ته پولیس ولاړ دي - پخوانی انځور.
د لاهور های کورټ ودانۍ مخې ته پولیس ولاړ دي - پخوانی انځور.

عالیې نیلم د لاهور های کورټ د لومړنۍ ښځینه مشرې قاضیې (چیف جسټسې) په توګه د خپلې دندې سوګند کړی دی.

نوموړې د جولای پر ۱۱مه د پنجاب د ګورنر په دفتر کې لوړه وکړه. د سوګند مراسمو ته د پنجاب اعلاوزیره مریم نواز، د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ، د لاهور های کورټ اوسنی مشر قاضي علي باقر نجفي او یوشمېر نور قاضیان او چارواکي ورغلي ول.

وروسته اعلاوزیر مریم نواز د لاهور های کورټ له مشرې قاضیې عالیې نیلم سره ولیدل او ورته یې مبارکي وویله.

قاضیه نیلم چې تر لوړې وروسته د لاهور های کورټ ودانۍ ته ورغلله نو هلته یې موجودو قاضیانو او وکیلانو هرکلی وکړ.

نوموړې په ۲۰۱۳ز کال کې د لاهور های کورټ لنډمهالې قاضیه ټاکل شوې وه او بیا په ۲۰۱۵ز کال کې په هم هغه عدالت کې د دایمي قاضیې په توګه مقرره شوه.

تر هغې مخکې مسرت هلالي په ۲۰۲۳ز کال کې د پېښور های کورټ لومړۍ ښځینه مشره قاضیه ټاکل شوې وه. قاضیه هلالي اوسمهال د پاکستان په سپریم کورټ کې دنده ترسره کوي.

په ۲۰۱۸ز کال کې سیده طاهره صفدر د بلوچستان های کورټ لومړنۍ ښځینه مشره قاضیه مقرره شوې وه. نوموړې په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې د هېواد په تاريخ کې لومړنۍ ښځه وه چې د صوبې د تر ټولو لوی عدالت مشره ټاکل شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG