د لاسرسي ځای

تازه خبر

په صوابۍ کې یو کس خپلې ۳ خویندې وژلې دي


پولیس وايي پېښه د صوابۍ په زیده سیمه کې شوې ده.
پولیس وايي پېښه د صوابۍ په زیده سیمه کې شوې ده.

پولیس وايي چې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې یو ورور له رشتې څخه د انکار کولو پر سر خپلې درې خویندې وژلې دي.

د صوابۍ د زیدې تاڼې محرر فضل خالق مشال راډیو ته وویل چې هغه پېښه د جولای پر ۱۱مه سهار شاوخوا شپږ بجې شوې ده.

هغه وايي چې د نجونو پلار عبدالحلیم د پرچې دایرولو پر وخت وویل چې لوڼو او زوی یې د لور سنبل د رشتې په اړه خبرې کولې چې هغوی په بحث کې سره وران شول.

۶۸ کلن عبدالحلیم پولیسو ته ویلي دي چې د ده زوی نوشاد خان غوښتل چې ۲۳ کلنه سنبل یو چا ته ورکړي خو هغې نه منله نو هغه درېواړه خویندې وویشتې.

د تاڼې محرر فضل خالق زیاتوي چې له سنبل پرته د یوې وژل شوې نجلۍ عمر ۲۵ او د بلې ۱۹ کاله دی.

دی زیاتوي چې مقدمه یې دایر کړې او د ملزم د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې تر دې مخکې هم ښځې د کورني تاوتریخوالي، په میراث کې د حق او د رشتو پر سر د لانجو او د 'ناموس' په نوم وژل شوې دي. د جولای پر نهمه په صوابۍ کې یو هلک او یوه نجلۍ د 'ناموس' په نوم وژل شوي ول. پولیسو تر پېښې وروسته د نجلۍ ورور نیولی وو.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په وروستیو کې په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په ۲۰۲۳ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۸۷ پېښې ثبت شوې چې پکې ۲۹۵ ښځې وژل شوې وې.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG