د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند: په جامشورو کې د سکرو کان کې ۳ مزدوران وژل شوي دي


د پاکستان د سکرو په کانونو کې وخت په وخت مرګونې پېښې کېږي - انځور له ارشیفه
د پاکستان د سکرو په کانونو کې وخت په وخت مرګونې پېښې کېږي - انځور له ارشیفه

د سیند په جامشورو کې د سکرو په يو کان کې دننه د زانګو مزي پرې کېدو په پېښه کې درې مزدوران وژل شوي دي.

د جامشورو انتظامي مشر(ډېپټي کمېشنر) ریاض حسین وسان د جولای ۱۱مې تر پېښې وروسته مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د مزدورانو مړي له کانه ایستل شوي او خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي.

په سیمه کې یو مزدور عبدالغفار خان مشال راډیو ته وویل چې له وژل شویو څخه یې یو کان کیندونکی د بونېر او دوه نور د شانګلې اوسېدونکي ول. "دا درې تنه په زانګو کې ماکان ته کوزېدل چې رسۍ (پړی) وشلېده او د هغې له کبله هغو درې کسانو ژوند له لاسه ورکړ. د یو کس تعلق د بونېر له خاورې سره وو او دوه تنه د شانګلې ول."

غفار خان زیاته کړه چې په هغه سیمه کې د سکرو د کانونو د مزدورانو لپاره اسانتیاوې نه شته او قانون هم نه عملي کېږي چې له وجې یې دا ډول مرګونې پېښې کېږي، خو د جامشورو انتظامي مشر وايي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

وسان زیاتوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د حکومتي لارښوونو نه عملي کولو او د مزدورانو د حفاظت سم انتظام نه کولو له وجې په ضلع کې د سکرو نهه کانونه بند کړي دي.

په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې د مرګژوبلې زیاتره پېښې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کېږي.

د پاکستان د سکرو د کانونو ټولنه وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په بېلابېلو پېښو کې ۷۷ کان کیندونکي وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG