د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو مشر ویلي، د اوکراین د بریا لپاره د دفاع بنیادونه ږدي


ستولتنبرګ د جولای پر ۱۰مه په واشنګټن کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال.
ستولتنبرګ د جولای پر ۱۰مه په واشنګټن کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال.

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ویلي دي چې هغه اېتلاف د روسیې پر وړاندې د دفاع په هڅو کې د اوکراین د بریا لپاره بنیادونه ږدي.

ستولتنبرګ د جولای پر ۱۱مه په واشنګټن کې د ناټو سرمشریزې په پای کې د خپلې وروستۍ خبري غونډې پر مهال د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې بشپړ یرغل ته په اشاره وویل چې ناټو به بیا د دې ډول حملې اجازه ور نه کړي.

ده وویل چې د ناټو مشران د اوکراین "د لا پیاوړي کولو"، د هغه هېواد د "وړتیاوو د لا زیاتولو" او بالاخره په هغه پوځي اېتلاف د ورګډېدو په موخه د "یو پل جوړولو" لپاره یو ځای شوي دي.

ستولتنبرګ باور ورکړ چې ټلواله به په راتلونکې کې "د اوکراین اړتیاوې پوره کړي." د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د سرمشریزې پر وروستۍ ورځ د ناټو پر مشرانو ټینګار وکړ چې پر کییف ټول محدودیتونه ختم کړي چې د ناټو هېوادونو ورکړې وسلې وکاروي او د روسیې پر خاوره حملې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG