د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان د بشري‌ حقونو په ملاتړ لسګونه زره لاسلیکونه را غونډ کړي‌


لاسلیک کوونکو په ګډه د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
لاسلیک کوونکو په ګډه د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان، له افغانستان سره د نړیوال پیوستون د نښې په توګه تر درې نیم لاکه زیات لاسلیکونه راټول کړي دي.

لاسلیک کوونکو په ګډه د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې د جولايي پر ۱۲مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې"په افغانستان کې بشري وضعیت پر خرابېدو دی، نو موږ باید په افغانستان کې د حساب ورکولو او عدالت لپاره خپلې ګډې غوښتنې ته دوام ورکړو."

طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په باب مخکېني راپورونه رد کړي وو او په افغانستان کې یې دا وضعیت سم ښودلی دی.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه په زور پر افغانستان واکمن شوي وو خو له هغه راهیسې یې د نړۍ یوه هیواد هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

افغان ولس او نړیوال په ځانګړې توګه د طالبانو پر حکومت له دې کبله نیوکې کوي چې په هیواد کې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.

د طالبانو حکومت وايي په دې اړه د کړنلارې پر جوړولو کار روان دی چې په هیواد کې د نجونو تعلیم ته لاره هواره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG