د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشراردوغان: ناټو ته ممکنه نه ده چې له اسراییلو سره همکاري جاري وساتي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولایي پر ۱۲مه د ناټو په سرمشریزه کې خبري کنفرانس ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولایي پر ۱۲مه د ناټو په سرمشریزه کې خبري کنفرانس ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولایي پر ۱۲مه وویل چې د ناټو لپاره دا ممکنه نه ده چې له اسراییلو سره خپلې همکار‍ۍ ته دوام ورکړي.

ولسمشر اردوغان د ناټو په سرمشریزه کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، تر هغې چې په فلسطین کې هر اړخیزه، پایداره سوله نه وي رامنځته شوې، په ناټو کې له اسراییلو سره د همکارۍ هڅې به د ترکیې لخوا منظور نه شي.

نوموړي وویل، ترکیه هم د روسیې او اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره خپلو ډپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکوي.

هغه دا هم وویل چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ته یې لارښوونه کړې چې د شام له ولسمشر بشارالاسد سره وویني څو له هغه هېواد سره د اړیکو بیا رغول پیل کړي.

ترکیې ته د اېف شپاړس جنګي الوتکو ورکولو په اړه اردوغان وویل چې دوي د امريکا له ولسمشر جو بایډن سره خبرې کړي او دا مسله به په دريو څلورو اونيو کې حل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG