د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرایيلو په بريد کې ۴ مرستندويه کارکوونکي وژلي دي


په رفح کې، یوه ماشومه مرستندویه خوراکي مرستو کڅوړه انتقالوي ـ پخوانی انځور.
په رفح کې، یوه ماشومه مرستندویه خوراکي مرستو کڅوړه انتقالوي ـ پخوانی انځور.

د الخیر فاونډیشن په نامه برتانیا میشته مرستندویه ډله وایي، د اسراییلو په برید کې یې څلور مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي.

هغه ډله وايي، په وژل شویو کې یو تن د سازمان له مشرانو او درې نور عادي کارمندان دي. ډله وايي چې دغه مشر کارکوونکی یې د جولای په ۱۲مه په غزه کې وژل شوی دی. دا برید په هغه سیمه کې په یو ګودام باندې شوی، کومه چې اسراییلو بشري خوندي سیمه ګرځولې وه.

الخیر فاونډېشن په خپل بیان کې ویلي دي چې وژل شویو کسانو په هغه ګودام کې کار کولو.

بلخوا، اسراییلي پوځ ویلي دي چې په برید کې وژل شوی د الخیر فاونډېشن غړی حسام منصور په اصل کې د حماس ډلې مشر وسلوال و. اسراییلي پوځ زیاته کړې چې منصور به له خیریه ادارې سره له خپل غړیتوب په ناوړه استفاده کولو سره د حماس ډلې لپاره مالي مرستې راټولولوي. امریکا او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله ګڼي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG