د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاودنې ۱ تن وژلی، ۳ ژوبل دي


د کوټې نقشه.
د کوټې نقشه.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د شالکوټ د پولیسو ډي اېس پي عابد بخاري ویلي دي چې چاودنه په غربي بای پاس هغه وخت وشوه چې د سرحدي عسکرو یو موټر له هغه ځایه تېریده.

تر چاودنې وروسته، وژل شوی او زخمي کسان د کوټې بولان میډیکل هسپتال ته رسېدلي دي.

تر چاودنې وروسته، ګڼ شمېر کې پولیس او سرحدي عسکر د پېښې ځای ته رسېدلي دي او د پلټنې کار یې پیل کړی دی، خو تر دې دمه یې څوک نه دي نیولي او نه هم یوې ډلې د دې وروستۍ پېښې زمه واري منلې ده.

تر دې مخکې د دې ډول زیاترو پېښو زمه واري بېلتون غوښتونکې بلوڅي وسلوالې ډلې بلوڅ لیبریشن ارمي (بي اېل اې) منلې ده.

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند مشال راډیو ته ویلي دي چې په پېښه کې د سرحدي عسکرو موټر په نخښه شوی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG