د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د ملګرو ملتونو هغه رپورټ رد کړی چې افغانستان د وسله والو ډلو په ځاله بدل شوی


د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي چې په افغانستان کې د القاعدې، داعش او تحريک طالبان پاکستان وسلوال شتون او فعاليتونه لري.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي چې په افغانستان کې د القاعدې، داعش او تحريک طالبان پاکستان وسلوال شتون او فعاليتونه لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغه رپورټ رد کړی چې وايي، هغه هېواد د بهرنيو وسلوالو په يوه خوندي ځای بدل شوی دی.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د جولای پر ۱۳مه په کابل کې طلوع نيوز ټېلېويژن ته وويل، د امنيت شورا د څار کمېټې وروستی رپورټ د ناسمو معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.

هغه زياته کړه، دوی داعش ډله ځپلې او د القاعده او تحريک طالبان پاکستان په څېر نورې ډلې چې ملګرو ملتونو يادې کړي، په افغانستان کې نشته.

امنيت شورا د جولای پر ۱۰مه په خپور کړي رپورټ کې ويلي چې په افغانستان کې د القاعدې، داعش او تحريک طالبان پاکستان وسلوال شتون او فعاليتونه لري.

تر دې وړاندې د پاکستان ترڅنګ د منځنۍ اسيا يوشمېر هېوادونو هم ويلي چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو موجوديت د دوی امنيت ته جدي ګواښ جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG