د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرایيلي چارواکي پخلی کړی چې د حماس د پوځي ډلې مشر په نښه کولو لپاره یې برید کړی


د غزې په خان یونس کې د یو برید عکس. (ارشیف)
د غزې په خان یونس کې د یو برید عکس. (ارشیف)

يو اسرایيلي چارواکي تاييد کړې چې د غزې پر جنوبي ښار خان يونس د جولای ۱۳مې د حملې هدف د حماس د پوځي ډلې د مشر، محمد دايف په نښه کول وو.

دې چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط يې ايسوشيېټډ خبري اژانس ته معلومات ورکړي، زياته کړې چې د بريد هدف رفا سلاما او د حماس يو بل لوړ پوړی چارواکي ول.

چارواکي البته نه ده روښانه کړې چې په پرونۍ حمله کې ياد دواړه کسان وژل شوي او که څنګه. امريکا او اروپايي ټولنه حماس يوه ترهګره ډله بولي.

د غزې د صحت وزارت ويلي، د جولای ۱۳مې په بريد کې ۷۱ کسان وژل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG