د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپا فوټبال جام پایلوبه: هسپانیا او انګلستان په برلېن کې سیالي کوي


د اروپايي جام سیالۍ هر څلور کاله وروسته کېږي چې پکې د اروپایي هېوادونو ملي لوبډلې برخه اخلي ـ د جولای پینځمې انځور.
د اروپايي جام سیالۍ هر څلور کاله وروسته کېږي چې پکې د اروپایي هېوادونو ملي لوبډلې برخه اخلي ـ د جولای پینځمې انځور.

د هسپانیا او انګلستان (انګلینډ) د فوټبال ملي لوبډلې د اروپا جام په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د جرمني د پلازمېنې برلېن په لوبغالي کې د جولای ۱۴مې سیالي د پېښور پر وخت د شپې پر ۱۲ او د کابل پر ۱۱ نیمو بجو پیلېږي.

انګلستان د جولای پر ۱۰مه نېدرلینډز (هالینډ) او هسپانیا د جولای پر نهمه فرانسې ته په ماتې ورکولو پایلوبو ته ورسېدل. د اروپايي جام سیالۍ له ۱۹۶۰ز لسیزې راهیسې هر څلور کاله وروسته کېږي چې پکې د اروپايي هېوادونو ملي لوبډلې برخه اخلي.

د اروپايي جام سیالۍ په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې ځنډېدلې وې او د ۲۰۲۱ز کال په اوړي کې وشوې چې پایلوبه یې اېټالیا وګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG