د لاسرسي ځای

تازه خبر

هسپانیا د اروپا فوټبال جام اتلولي وګټله


د هسپانیا لوبغاړي د جام ګټلو خوښي نمانځي ـ د جولای ۱۴مې انځور.
د هسپانیا لوبغاړي د جام ګټلو خوښي نمانځي ـ د جولای ۱۴مې انځور.

د اروپا فوټبال جام پایلوبه یا فاینل کې سپېن، انګلینډ ته پر دوه ـ یو ماتې ورکړه.

د جرمني د پلازمېنې برلېن په لوبغالي کې د جولای ۱۴مې د شپې ناوخته په سیالۍ کې د سپېن یا هسپانیې لپاره نیکو ویلیمز او مایکل اویارزابل ګولونه ووهل. د انګلینډ یوازینی ګول کول پامر وکړ.

د اروپایي هېوادونو د فوټبال اتلولۍ سیالۍ د جون پر ۱۴مه، د جرمني په کوربه توب پيل شوې وې.

انګلینډ د جولای پر ۱۰مه نېدرلینډز او هسپانیا د جولای پر نهمه فرانسې ته په ماتې ورکولو پایلوبو ته رسیدلي ول.

د اروپايي جام سیالۍ له ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې هر څلور کاله وروسته کېږي چې پکې د اروپايي هېوادونو ملي لوبډلې برخه اخلي. د اروپايي جام سیالۍ په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې ځنډېدلې وې او د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې وشوې چې پایلوبه یې اېټالیا وګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG