د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وایي د اوکراین په ختیځ کې یې یو کلی نیولی دی


په وروستیو کې دوامدارې بمبارۍ تورتسک ښار سخت زیانمن کړی دی ـ د جون ۱۳مې انځور.
په وروستیو کې دوامدارې بمبارۍ تورتسک ښار سخت زیانمن کړی دی ـ د جون ۱۳مې انځور.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې ځواکونو یې د اوکراین په جنوب ختیځ کې یو وړوکی کلی نیولی دی.

اوکرایني چارواکو د جولای په ۱۴مه د روسیې د دې دعوې په اړه په سمدستي توګه څه نه دي ویلي.

روسي ځواکونو وايي یوروزین یې نیولی چې د دونیڅک ښار په لویدیځ کې د موکري یالي سیند په اوږدو کې دی.

دا یوه پرلپسې کامیابي ده چې ښيي روسي ځواکونه د اوکراین پوځ ته ماتې ورکوي او په جګړه کې مخکې روان دي. دا پرمختګ په هغې ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده جګړه ییزه کرښه کې شوی چې اوکرایني ځواکونه هڅه کوي روسي پوځونه له هغې سیمې پر شا وتمبوي.

دا مهال تر ټولو سخته جګړه د دونیڅک په شمال کې د پخواني کان کیندنې ښار تورتسک او چاسیو یار ته څېرمه روانه ده.

روسیې په اوکراین باندې د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ په ۲۴مه برید وکړ. دې حملې د اوکراین په بېلابېلو برخو کې جګړه او کړکېچ رامنځته کړ. روسیې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل او د بېلابېلو ښارونو او سیمو د نیولو هڅه یې وکړه.

په جګړه کې تراوسه د دواړو غاړو لسګونه زره پوځي او ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي او مېلیونونه خلک کډوال شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG