د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تهران کې د اذربایجان سفارت بیا فعالیت پیل کړی دی


په تهران کې اذربایجان د سفارت نوې ودانۍ.
په تهران کې اذربایجان د سفارت نوې ودانۍ.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په تهران کې د دې هېواد سفارت په نوې پته خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي، سفیر او کارکوونکي یې تهران ته ستانه شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې د اذربایجان پر سفارت د وسلوال برید کې د امنيتي ساتندويانو مشر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. له دې پېښې وروسته، اذربایجان په تهران کې خپل سفارت وتړه او خپل کارکوونکي یې له ایرانه وایستل.

د جولای پر ۱۵مه د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې سفارت به یې له نوې ودانۍ څخه خپل کارونه پر مخ وړي او ایران به یې د امنیت ساتلو لپاره لازم ګامونه واخلي.

د ایران عدلیې وزارت ویلي چې بریدګر یاسین حسین‌زاده محاکمه شوې او د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG