د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د پېټرول او ډيزلو بیې لوړې کړې دي


په پاکستان کې د تېلو د بیو لوړولو پرضد وخت نا وخته احتجاجونه هم کېږي.
په پاکستان کې د تېلو د بیو لوړولو پرضد وخت نا وخته احتجاجونه هم کېږي.

د پاکستان د خزانې وزارت د جولای پر ۱۵مه په هغه هېواد کې د پېټرول او ډيزلو بیې لوړې کړې دي.

د وزارت له خوا په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پېټرولو د يوه ليټر په بیه کې یې څه کم لس روپۍ او د ډيزلو په هغه کې یې څه د پاسه شپږ روپۍ اضافه کړې ده.

د خبرپاڼې ترمخه، پر دې اساس به د جولای له ۱۶مې، په پاکستان کې يو ليټر پېټرول به په ۲۷۵.۶ او يو ليټر ډيزل به په ۲۸۳.۶ روپۍ وي.

دا له هغه وروسته ده چې وفاقي‌ حکومت د جون میاشتې پر ۱۵مه د پیټرولو د یوه لیټر په بيه کې ۱۰ روپۍ او ۲۰ پیسې او د ډیزلو په یو لیټر کې دوې روپۍ او ۳۳ پیسې کمی کړی وو.

هغه وخت د یو لیټر پیټرولو بیه ۲۵۸ روپۍ او ۱۶ پیسې او د یو لیټر ډیزلو قیمت ۲۶۷ او ۸۹ پیسې ټاکل شوی وو.‌

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG