د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: په غزه کې د اسراییلو په بمبارۍ کې ولسي مرګژوبله د نه منلو حد ته رسېدلې


د امريکا د بهرنيو چارو وزير اينتني بلېنکن. (انځورله ارشیفه)
د امريکا د بهرنيو چارو وزير اينتني بلېنکن. (انځورله ارشیفه)

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اينتني بلېنکن اسرایيلو ته ويلي چې په محاصره شوې غزې تړانګه کې د هغوی په بمبارۍ کې ولسي مرګژوبله داسې حد ته رسېدلې ده چې د منلو وړ نه ده.

د نوموړي يو وياند د جولای پر ۱۶مه ویلي چې بلېنکن دا خبره د اسراییلو دوو لوړپوړ چارواکو ته کړې ده.

اسراييليو ځواکونو په دې وروستيو کې يو شمېر خونړي بريدونه کړي دي.

په هغو بريدونو کې د کډوالو يو کېمپ او د ملګرو ملتونو لخوا چلېدونکي هغه سکولونه هم په نخښه شوي دي چې ولسي وګړو پناه پکې اخيستې وه.

د امريکا او اروپايي ټولنې لخوا ترهګرې ګرځول شوي حماس ډلې ویلي‌ چې هغوی د اسراييلو د بریدونو په غبرګون کې د اوربند له خبرو وځي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۷،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. د جګړې پر مهال له ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG