د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۶ ماشومان وژل شوي دي


ژغورونکي په ډوبو شویو ماشومانو پسې ګرځي - د جولای ۱۶مې انځور.
ژغورونکي په ډوبو شویو ماشومانو پسې ګرځي - د جولای ۱۶مې انځور.

د پنجاب د خوشاب ضلعې په يو رود کې د کښتې ډوبېدو په پېښه کې شپږ ماشومان وژل شوي او څلور ژغورل شوي دي.

په پنجاب کې د طبیعي یا قدرتي ناورینونو پر وړاندې د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) وياند مظهر حسین د جولای ۱۶مې تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وويل چې کښتۍ د خوشاب د نورپور تل تحصيل په رود کې ډوبه شوه چې له امله يې له ۱۴ کلونو څخه تر ۱۶ کلونو عمر لرونکي ۱۰ ماشومان په اوبو کې ډوب شول.

هغه وویل، د ژغورونکو ډلو د ګړنديو عملياتو په نتيجه کې څلور ماشومان ژوندي ايستل شوي او شپږ ماشومان ورک دي چې دوی مړه اعلان کړي، خو د جسدونو لټون یې دوام لري.

د پي ډي اېم اې مشر عرفان علي کاټيا ويلي چې د هغو کسانو پرضد به قانوني کاروايي کوي چې له ژوند ژغورونکو واسکټونو پرته يې ماشومان په کښتۍ کې لېږدول.

تر دې مخکې د جولای پر ۱۴مه په خيبر پښتونخوا کې د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې چارواکو مشال راډيو ته ويلي ول چې په تېرو دوو میاشتو کې د سوات په سيند کې ۳۲ کسان ډوب شوي او مړه شوي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

په پاکستان کې په سيندونو يا رودونو کې د بې احتياطۍ، د زړو کښتيو چلولو يا په کښتيو کې له حده د زياتو کسانو د کښېنولو له امله دا ډول پېښې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG