د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګلا دېش کې تر خونړیو مظاهرو وروسته تعلیمي ادارې تړل شوې دي


په بنګلادېش کې مظاهرچیان او حکومت پلوي زده کوونکي یو بل په کاڼو ولي ـ د جولای ۱۶مې انځور.
په بنګلادېش کې مظاهرچیان او حکومت پلوي زده کوونکي یو بل په کاڼو ولي ـ د جولای ۱۶مې انځور.

د بنګلادېش حکومت په بېلابېلو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال تر خونړي تاوتریخوالي وروسته تر نامعلومې مودې پورې د تعلیمي ادارو د تړلو پرېکړه کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په هغه هېواد کې د سرکاري نوکریو د کوټې یا پکې د برخې ځانګړي کولو پر سر پراخ لاریونونه روان دي او د جولای پر ۱۶مه په خونړیو نښتو کې شپږ زده کوونکي ووژل شول.

هلته تاوتریخوالی هغه مهال خورا زیات شو چې د جولای پر ۱۶مه د مظاهرچیانو او حکومت پلویو زده کوونکو یو به په خښتو وویشتل او د بانس په کوتکونو یې یو بل ووهل. په نښتو کې تر ۴۰۰ زیات کسان ژوبل شوي هم دي.

پولیسو د هغوی د منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس او د ربړ مرمۍ وکارولې. تر هغې وروسته هم په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرچیان ورغونډ شوي او خپلو تعلیمي ادارو ته یې د ستنېدو لپاره د وزیراعظمې شیخ حسینې واجد او سپریم کورټ غوښتنې رد کړي دي.

د یو هسپتال مشر محمد تسلیم الدین د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په بندري ښار چټاګانګ کې درې تنه وژل شوي او ۳۵ ټپیان دي.

د پولیسو په وینا، په ډاکه کې هم د مخالفو خواوو د زده کوونکو ترمینځ په نښتو کې دوه کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي. داراز، په شمالي رنګپور ښار کې په نښتو کې یو زده کونکی وژل شوی دی.

حکومت د امنیت لپاره په ډاکه، چټاګانګ او درې نورو ښارونو کې سرحدي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

ناقدین وايي چې په سرکاري ملازمتونو د برخې ځانګړې کولو پروژه د وزیراعظمې حسینه واجد د ملاتړیو ګټه رسوي. نوموړې په جنورۍ کې له "واقعي مخالفت پرته" په څلورم پرله پسې ځل انتخابات وګټل او واکمنه شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG