د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین وايي د فتح او حماس ترمینځ د "پخلاینې لپاره اسانتیاوو پیدا کولو ته چمتو" دی


فلسطینیان په غربي څنډه کې د لاریون پر مهال د فتح، حماس او فلسطین بیرغونه رپوي.
فلسطینیان په غربي څنډه کې د لاریون پر مهال د فتح، حماس او فلسطین بیرغونه رپوي.

چین د فلسطین د فتح او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ د "روغې جوړې" لپاره د "اسانتیاوو پیدا کولو ته چمتووالی" ښوولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې الفتح ډلې ویلي دي چې یو پلاوی به یې روانه میاشت په بیجنګ کې د حماس له چارواکو سره وګوري.

د فرانسې خبري اژانس د یو رپورټ له مخکې، د فتح د مرکزي کمېټۍ مرستیال سېکرټر صبري صیدم د جولای پر ۱۶مه ویلي دي چې د فتح او حماس چارواکي به د جولای پر ۲۰مه او ۲۱مه په بیجنګ کې له چینايي چارواکو وویني.

د الفتح سرچینو ویلي دي چې د حماس د پلاوي مشري په قطر کې د هغې ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه او د فتح د پلاوي مشري د هغې ډلې مرستیال مشر محمود العالول کوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لېن جیان د جولای پر ۱۶مه وویل چې بیجنګ تل د فلسطین د هغو ټولو خواوو ملاتړ کړی دی چې د دې ډول خبرو له لارې روغه کول غواړي.

ده زیاته کړه چې چین د خبرو اترو او پخلاینې د پرمختګ، د دې لپاره د یو پلېټفارم برابرول او د فلسطین په د مسلې په اړه ټولو خواوو ته د فرصتونو برابرولو ته تیار دی.

حماس ډلې په ۲۰۰۶ز کال کې تر انتخابات وروسته فتح له غزې وشړله او په ۲۰۰۷ز کال کې یې د تړانګې کنټرول ترلاسه کړل او له هم هغه وخت راهیسې هلته واکمنه ده.

دواړه ډلې له هغه وخت راهیسې د یو بل سخت مخالفانې دي.

فتح د فلسطین اداره کنټرولوي د اسراییلو له لوري په جزوي ډول پر اشغال شوې غربي څنډې واکمنه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG